امریکایي رسنۍ وایي د بایډن اداره غواړي چې د بندیزونو له لرې کولو پرته داسې لارې چارې پيدا کړي چې پر ایران اقتصادي فشارونه کم کړي او د کرونا په دې سخت وضعیت کې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ورسېږي. د امریکا حکومت هڅه کوي د بشردوستانه فعالیتونو په موخه مرستندویه موسساتو او اړوندو ادارو ته ایران ته د تګ راتګ زمینه برابره کړي. امریکایي رسنۍ وایي بایډن ښايي له ایران سره پر اټومي هوکړه مذاکرات له سره پيل کړي له همدې امله هڅه کوي د خپل دغه کار لپاره لارې ګودرې پيدا کړي. ایران تر دې وړاندې ویلي وو چې د امریکا د بندیزونو له امله دوی د کرونا واکسینو او نورو اړینو توکو ته لاسرسی نه لري چې همدې مسئلې په ایران کې ناورین رامنځ ته کړی دی.
































