د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر ټولو پښتنو غږ کړی دی چې باید سره یو موټی شي او د ظلم او زور پر وړاندې ودرېږي. نوموړي د ارمان لوڼي د تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرو کې ویلي، چې د پي ټي ایم د جوړېدو درې کاله پوره شوي دي او دې غورځنګ په خپلو هڅو د پاکستاني ریاست د جبر او ظلم پر وړاندې دېوال جوړ کړی دی. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د کرښې دې غاړې ته پر روان تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې څو پورې په افغانستان کې جګړه وي په سیمه کې امن نه راځي. پښتین د پاکستاني حکومت له لوري د خپل ملګري علي وزیر نیول کېدو ته په اشارې ویلي چې ریاست دې له دې کارونو لاس واخلي ځکه د ده په خبره که چېرته په ټوله پښتنه خاوره یوازې دی هم پاتې شي نو د خپلو حقونو لپاره به له پیل کړې مبارزې لاس پر سر نه شي.
































