د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې د کانګرس ودانۍ ته نږدې یوه بریدګر خپل موټر پر امنیتي کسانو ورخېژولی او په پایله کې یې یو پولیس افسر وژل شوی دی. بریدګر وروسته د پولیسو په ډزو سره وژل شوی دی. د کانګرس ودانۍ ساتونکو پولیسو وروسته وویل چې وژل شوی پولیس افسر ویلیم ‘بیلې ‘ نومېږي چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې یې د کانګرس ساتونکو پولیسو افسر په توګه دنده درلوده. دغه پېښه د اساسي قانون واټ سره شوې چې سناتوران او د دوی اداري کارکوونکي ترې د کانګرس ودانۍ ته هره ورځ ننوځي. کانګرس د اوس لپاره رخصت دی.
































