په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ایران کې د کرونا وبا له امله ۹۴ تنه مړه شوي او ۱۵۱۲ نور په اخته شوي دي. د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور ویلي، چې په دې سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۴۷۷۷ تنو ته ورسېدی. د نوموړي د معلوماتو په اساس په دغه هېواد کې تر دا مهاله ۷۶۳۸۹ تنه نور په کرونا وبا اخته شوي دي. ایراني چارواکي وايي چې له کرونا وبا څخه ۴۹۹۳۳ نور ایرانیان بېرته روغ شوي دي.
































