چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

بېلا بېل هېوادونه بايد د نړيوالو همکاريو په پياوړتيا سره د بشريت د مدني تګ راتګ د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي

ليکواله: غوټۍ، د چين د ميډيا ګروپ خبرياله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 18, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
بېلا بېل هېوادونه بايد د نړيوالو همکاريو په پياوړتيا سره د بشريت د مدني تګ راتګ د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي

??????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۱م کال د مې ۱۸مه نېټه د موزيم له ۴۵مې نړيوالې ورځې سره برابره ده. د موزيم د نړیوالې ټولنې د تشريح له مخې، موزيم د ګټې له اخيستلو پرته ټولنې او خلکو ته د خدمت په موخه تلپاتي پرانيستی ارګان دی. موزيم بايد د بشريت او بشري چاپيريال په اړه د ثبوتونو او تاريخي اثارو د راغونډولو، زيرمه کولو او څيړلو مرکز وي، څو خلکو ته د نندارې، ښوونې او څيړنېپه برخه کې ښه خدمت وکړي. د موزيم نړيواله ټولنه په ۱۹۷۷م کال کې په ټوله نړۍ کې د موزيم د چارو د ښه او سالم پرمختګ د پياوړتيا او دغو چارو ته د عامو وګړيو د لا زياتو پاملرنو د راجلبولو په هکله اعلان وکړ، او د ۱۹۷۷م کال د مې ۱۸مه نېټه د موزيم لومړۍ نړيواله ورځ وه. وروسته تردې، په بېلا بېلو هېوادونو کې د هر کال په همدې ورځ د موزيم ورځې د لمانځنې لپاره رنګارنګ فعاليتونه تر سره کېږي.

له اوږدې مودې راهيسې، د بشري مدنيتونو پرمختګ او ساتنه د جګړو د زيانونو او د کولتوري شخړو د سختېدو له ګواښونو سره مخامخ دي، نو د بېلا بېلو هېوادونو د موزيمونه د خپل هېواد د کولتوري او تاريخي اثارو د ساتلو او خپرولو په وخت کې د نړيوالو همکاريو د ټينګښت له لارې د بشريت د ګډو کولتوري ارزښتونو د ساتلو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کوي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

افغانستان د اسيا په زړه کې واقع دی او پنځه زره کلن روښانه تاريخ لري. څرنګه چې مهم جغرافيايي موقعيت لري، نو له لرغونې زمانې څخه افغانستان د رنګارنګ کولتورونو د تګ راتګ يو محوری تمځای دی. په افغانستان کې د يونان، بوديزم او اسلامي کولتوري او تاريخي خزانې شتون لري. افغانان د جګړو پر وړاندې د خپل ژوند په بيه د خپل هېواد تاريخي او کولتوري اثار ساتلي. دوی تل پر دې باور لري، چې که کولتور ژوندی وي، هېواد ژوندی وي.

  چين هم په تېرو زمانو کې د افغانستان په شان د جګړو قرباني شوی او د نورو هېوادونو له تيریو سره هم مخامخ شوی دی. د نولسمې پيړۍ په پای کې د بريټانيې او فرانسې په شمول د اتو هېوادونو ګډ پوځ پر بېجينګ باندې تيری وکړ او په هغه وخت کې د (( يوان مينګ يوان)) په نامه يو امپراطورۍ باغ په پوره توګه ويجاړ شوی و چې دغه باغ د مساحت له پلوه د نړۍ په کچه مخکيني مقام نيولو. د دې ترڅنګ زيات چيني تاريخي اثار غلا شوي او نورو هېوادونو ته قاچاق شوي دي. بر سېره پردې، د تيرې پيړۍ په درېيمه لسيزه کې جاپان پر چين باندې تيرې کړی دی. د بېجينګ د امپراطورۍ ماڼۍ موزيم ديارلس زره بکسونه تاريخي اثار جنوبي سيمې ته انتقال شوي او پنځلس کاله وروسته بيا بېجينګ ته بېرته راوړل شوي و. په لاره کې زياتو کسانو د دغو اثارو د ساتلو لپاره قربانۍ ورکړې چې د هغوی د ژوند په بيه تمامې شوې دي. نو چينايان پوهېږي چې دا ډېر ګران کار دی چې په جګړه کې تاريخي اثار، ملي کولتور او تاريخي مدنيت ساتل سخت کار دی. څرنګه چې تاريخي اثار د يو هېواد د مدنيت نښه ده او د يو ملت د بيا سمسورتيا هيله ترې هم څرګندېږي.

د دواړو هېوادونو ملي موزيمونو په تېرو څو کلونو کې د تاريخي اثارو د ساتلو او د کولتوري تګ راتګ د پياوړتيا لپاره يو لړ همکارۍ کړې دي. مثلأ، د ۲۰۱۷م کال د مارچ په ۱۷مه نېټه، د افغانستان د باختري خزانې ۲۳۱ قلمه ډېر په زړه پورې او عجيب تاريخي اثار د بېجينګ د امپراطورۍ ماڼۍ په موزيم کې نندارچيانو ته نندارې ته وړاندې شول. دغه نندارتون د بېجينګ د امپراطورۍ ماڼۍ او د افغانستان د ملي موزيم لخوا تر سره شو. ورپسې د افغانستان د باختري خزانې تر عنوان لاندې نندارتونونه په وار سره د چين په بېجينګ، جنګ جو، چنګ دو او نان جينګ کې تر سره شوي دي. افغانستان او چين د وريښمو لرغونې لارې په اوږدو کې د دوو مهمو هېوادونو په توګه د اقتصاد او کولتور په ساحو کې نژدې دوديزې اړيکې لري. چينايانو د دغو نندارتونونو په رڼا کې د افغانستان کولتوري خزانې له نږدې وکتلې. دا نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تفاهم د پياوړتيا لپاره، بلکې په نوې زمانه کې په هره ساحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د ژورتيا لپاره ښه زمينه برابروي.

د چين د يادو ښارونو د موزيم ادارو د دغه نندراتون د تر سره کولو لپاره زيات کوښښونه کړي دي او د اثارو د لېږدولو، ساتنې او نندارې په برخو کې يې له افغانستان سره زياتې مرستې کړې دي او افغان کارکوونکو ته يې په وړيا توګه د هوټلونو او ډوډۍ خدمتونه برابر کړي دي. د چين د امپراطورۍ ماڼۍ موزيم مشر شان جي شيانګ وويل، چې د هغه هېواد لپاره کوم چې له جنګ جګړې څخه د خپل مدنيت د بيا ځلېدلو لپاره هڅه کوي، د پانګو په برخه کې مرسته مهمه ده. خو د دې ترڅنګ د بشريت د تاريخ او فرهنګ ساتل او خپرول د ټولو لرغونو هېوادونو او د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ټولو هېوادونو ګډه دنده ده.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بشري مدنيتونو او تاريخي اثارو د ساتلو کارونو ته ډېره پاملرنه کوي. نوموړي ويلي، چې موږ بايد د خپل ژوند د ساتلو په شان د بشريت تاريخي او کولتوري اثار هم وساتو. چين او افغانستان لرغونی او روښانه تاريخ لري. نو د تاريخي اثارو د ساتلو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري ښه بنسټ لري. ويل کېږي چې کولتور د يو هېواد او ملت هيله او ډيوه ده. هر جنګ او نارامي د لنډې مودې لپاره وي. که تاريخ او کولتور په ښه توګه وساتل شي، د يو هېواد او ملت هيلې پاتې کېږي.

Previous Post

امریکا نورو هېوادونو ته ۸۰ میلیونه ډوزه واکسین ورکوي

Next Post

اسوشټېډ پرېس: د ناټو او امریکايي ځواکونو افغان همکاران له ګواښونو سره مخ دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
اسوشټېډ پرېس: د ناټو او امریکايي ځواکونو افغان همکاران له ګواښونو سره مخ دي

اسوشټېډ پرېس: د ناټو او امریکايي ځواکونو افغان همکاران له ګواښونو سره مخ دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

زابل کې د کډوالو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

زابل کې د کډوالو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

فبروري 1, 2026
ګوترېش: نړۍ باید د پلاستیکي ککړتیا د مخنيوي لپاره هڅې وکړي

ګوترېش: نړۍ باید د پلاستیکي ککړتیا د مخنيوي لپاره هڅې وکړي

مارچ 30, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved