راپورونه وایي چې د اسراییل اپوزیسیون ګوندونه د نوي حکومت پر جوړولو هوکړې ته سره رسېدلي دي او له دې سره د نتانیاهو دوولس کلن حکومت پای ته رسېږي. اسراییل په تېرو دوو کلونو کې څلور ځله ټاکنې وکړې خو په وروستي ځل یې په مارچ میاشت کې ترسره کړې چې کومه پایله یې ور نه کړه. نتانیاهو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو پرون داسې راپورونه ورکړل شوي چې اسراییل د ګډوډیو پر لور روان دی.
































