د وروستیو راپورونو له مخې په امریکا کې تر دې دمه د کرونا له امله ۴۰۵۵۵ کسه مړه شوي دي. په دې هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۷۶۳۸۳۶ ته رسېدلی دی. په ټوله نړۍ کې بیا مثبتې پېښې ۲۴۰۶۹۰۵ ته رسېدلې دي. همدا راز تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۱۶۵۰۵۸ کسه د کرونا له امله مړه شوي دي. هسپانیا کې د اخته کسانو شمېر ۱۹۸۶۷۴ او د مړو شمېر بیا ۲۰۴۵۳ ته رسېږي. ایټالیا کې کرونا تر دې دمه ۲۳۶۶۰ کسه مړه کړي او د مثبتو پېښو شمېر پکې ۱۷۸۹۷۲ دی. فرانسه کې ۱۹۷۱۸، برېتانیا کې ۱۶۰۶۰او جرمني کې ۴۶۴۲ کسه د کرونا له امله مړه شوي دي.
































