په کابل کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي طالبان پر سوله باوري نه دي او د لا ډېرو سیمو نیولو ته لېواله ده. راین کراکر وایي د سولې روانو خبرو او لړۍ د افغانستان لپاره هېڅ راز ګټه نه ده لرلې او د جګړو د کمېدو سبب نه ده شوې. نوموړی وایي که پر سوله تمرکز و نه شي او افغانان خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل نه کړي نو په دغه هېواد کې د کورنیو جګړو د دوام خطر شته دی او دا احتمال شته چې وضعیت نور هم ترینګلی شي. هغه زیاته کړې چې د افغانستان روانه جګړه به یوازې په دې هېواد کې پاتې نه شي بلکې ګاونډي هېوادونه به هم زیانمن کړي له همدې امله د ټولې سیمې هېوادونو ته په کار ده چې سولې ته د رسېدو په برخه کې له ټولو اړخونو سره همکاري وکړي. کراکر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دمګړی د افغان لورو ترمنځ مذاکرات په ټپه ولاړ دي خو جګړې شدیدې شوې دي.



































