د اروپايي ټولنې مشران نن د وېډیو کنفرانس له لارې د کرونا وبا له امله احتمالي اقتصادي ناورین ته د ګډ مالي ځواب په اړه بحث کوي. د اروپایي مشرانو څخه تمه کېږي چې د دې ټولنې د اجرايي مشرتابه اروپايي کمېسیون څخه د کافي بودجې غوښتنه وکړي څو وکولای شي له اغېزمنو برخو سره مرسته وکړي. د اروپايي شورا مشر چارلز میشل ویلي د دې وړاندیز کوي چې کمېسیون دې اړتیاوې وڅېړي څو شته ننګونو ته مناسب ځواب وویل شي. اروپايي هېوادونه د کرونا وبا له کبله سخت ځپل شوي دي.
































