چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

روانه لوبه او دوه احتماله

محمد طارق صابر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 11, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
ډیپلوماټ: پر طالبانو باور اوسنی بحران وزېږاوه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او جګړه د لویو ښارونو تر مرکزونو را رسېدلې ده. هر ورځ د ملکي خلکو په ګډون، د طالبانو او افغان ځواکونو د مړينې او ټپي کېدو خبرونه خپرېږي. زرګونه کورنۍ بې مېنې شوې او ځينې بهرنیو هېوادونو ته کډوالي کوي. د دواړو غاړو لخوا نرمښت نه تر سترګو کېږي او پر جګړه ټينګار لري. امریکا پر طالبانو هوايي بریدونه کوي او دې ډلې ويلي، چې دا د افغانستان په چارو کې د امریکا ښکاره لاسوهنه ده.

 جګړه ځپلې سیمې پر کنډواله بدلې شوې دي او هره خوا وحشت خپور دی. ځينې دا وضعیت له سوريې سره پرتله کوي او نور يې د کورنۍ جګړو تکرار بولي. تېره جمعه ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره بېړنۍ ناسته وکړه او دې پايلې ته ورسېدل چې که طالبان په یوه میاشت کې جګړه کمه نه کړي؛ پر سیاسي مشرانو به یې له سره بندیزونه ولګول  شي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

بلخوا د ملي مصالحې مشر ډاکتر عبدالله عبدالله دوحې ته سفر کړی، څو د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي. په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پرله‌پسې جهادي او سیاسي مشران را ټولېږي او ټول په یوه خوله د طالبانو پر وړاندې مقاومت يادوي.

کله چې امریکا له طالبانو سره سیاسي هوکړه وکړه؛ ټول سولې ته لېواله شول او ډېری په دې باور وو چې ټيکاو او تلپاتې سوله راتلونکې ده. اوس جګړې زور اخیستی، سوله يې پېکه کړې او خلک پرې بې باوره شوي دي.

په کمه موده کې د جګړې شدت، د ولسوالیو سقوط او په لویو ښارونو بریدونه څه ناڅاپي عمل نه دی. دا ډول عملیات منظم او پلان شوي ښکاري او تر ګردو امریکا ډېره ګټنه ترې کړې ده. امریکا په افغانستان کې جنګي توازن ساتلی، څو خپله لوبه پر مخ بوځي او د B-52 بمباریو دا خبره لا برسېرنه کړې ده.

داسې ښکاري چې د لویو ښارونو مرکزونه باید له حکومت سره وي او نیول شوې ولسوالۍ دې د طالبانو په واک کې وي. کله چې حکومتي ځواکونو ځينې سیمې له طالبانو خپلې کړې، امریکا یو څه مخالفت وکړ او د دفاع وزیر یې ويلي وو چې افغان ځواکونه خپله ستراتيژي باید د ښارونو د امنیت لپاره وکاروي.

که څه هم په افغانستان کې نیابتي او استخباراتي لوبې دوام لري او د پېچلتیا له وجې يې ګرانه ده چې د راتلونکي وضعیت روښانه تصویر وړاندې شي؛ خو بیا هم د روانې لوبې له ښکاره اسلوبونو، دوه احتماله برېښي چې د پېښدو امکان يې تر ډېره شته.

لومړی: طالبان به د ملګرو ملتونو د وروستي فشار په نتیجه کې بېرته د سولې خبرې پيل او د جګړې شدت به کم کړي. دا ډله چې کله سیاسي مذاکراتو ته دننه شوه، ډېر مشران يې له تور لېست بهر شول، سیمه ییزو هېوادونو ته یې سفرونه وکړل او اړيکې یې ورسره پراخې او لا ټینګې کړې. که چېرته بیا په تور لېست کې شامل شي او هېوادونو ته د تګ راتګ بندیزونه پرې وضع شي، شونتیا شته چې سیاسي اړېکې یې سړې شي؛ په داسې حال کې چې اړتیا ورته لري. دغه راز پر حکومتي مشرانو به هم فشارونه راوړل شي؛ ممکن دواړې غاړې پر انتقالي دولت سره سلاه شي او ځينې به یې سخت مخالفت وکړي، خو پایله به ور نه کړي او لنډمهاله حکومت به جوړ شي.

دویم: جګړه به لا شدیده کېږي؛ ځکه امریکا هوايي بریدونه له سره پيل کړي او د طالبانو پر وړاندې يې تبلیغاتي جګړه هم ګرمه کړې ده. امریکا خپله مبارزه له تروریزم څخه پر چین متمرکزه کړې ده او باید د دې هېواد د پرمختګ مخه ډپ کړي، څو نړيوال برم ترې خپل نه کړي. د دې پالیسۍ لپاره امریکا اړتیا لري چې افغانستان د چین او روسیې لپاره په سور اور بدل کړي. څه موده مخکې چین د طالبانو کوربه و او خپلې اندېښنې يې ورسره شریکې کړې دي. د چین په سینګ‌یانګ ایالات کې ډېری مسلمانان مېشت دي او سخت ظلمونه پرې شوي دي؛ له دې سره چیني مسلمانان غواړي اسلامي جهادي ډلو ته دننه شي او له چین انتقام واخلي. دا هېواد له همدې امله وېره لري چې په افغانستان کې ناامني تر دوی ونه رسېږي. همدارنګه امریکا د افغانانو واقعیت په تاریخي لحاظ ښه ژور څېړلی او مطالعه کړی دی. د افغانستان خلک په عکس العملي فضا کې لوی شوي دي. له مخکینو دورو به تېر شو او د وروستیو څلوېښتو کالو څو مثالونه کافي دي. سردار محمد داوود خان د ظاهرشاه پر وړاندې عکس العمل وکړ او شاهي نظام يې په جمهوریت بدل کړ. وروسته خلک ديموکراتیک ګوند ګودتا وکړه او د کمونیستي نظام ډبره يې په افغانستان کې کېښوده. که څه هم دا ګوند وروسته دوه ټوټې شو(پرچم او خلق) او په خپلو کې یې هم ژور اختلافات لرل، خو له دې سره سره مجاهدین د دوی پر وړاندې راپورته شول. د مجاهدینو پر ضد طالبان را پاڅېدل او کله يې چې نظام نسکور شو، تر ننه له حکومت سره جنګېږي. اوس که امریکا پر طالبانو هوايي بریدونه ډېر کړي او پرته له جګړې سیاسي فضا پرې تنګه کړي، احتمال شته چې طالبان به د امریکا پر وړاندې نوی عکس العمل ښکاره کړي او د جګړې نوې او پېچلې بڼه به پيل شي. ځکه دا ډله د سیمې له داسې هېوادونو سره اړيکې لري، چې د امریکا نړيوال او سیمه ييز رقیبان دي. د دې لپاره چې طالبانو له امریکا انتقام اخیستی وي، ځینې هېوادونه به ملاټر ترې وکړي، څو د امریکا دسیسه په سیمه کې شنډه کړي. د امریکا موخه هم دا ده چې د ناامنیو په وسیله له یوې خوا منځني ختيځ  ته لاره هواره کړي او له بلې خوا چین ته سرخوږی جوړ کړي، چې پرمختګ ونه کړي او دا پالیسي د داعش پر مټ مخ ته وړي.

دواړو غاړو ته پکار ده چې په خپلو کې سره جوړ شي، جګړه دې بنده کړي او د سیاسي جوړجاړي له لارې دې یوې معقولې پایلې ته ورسېږي. روانه لوبه د افغانانو په ګټه نه ده، پرته له ویر او ویجاړي نور څه نه لري او په سیاسي ډګر کې د امریکا توره او بدنامه څېره د نړيوالو پر وړاندې سپینوي.

Previous Post

هغه ماسک چې ٪۹۹ میکروبونه فلتر کوي

Next Post

له ماشومانو سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
له ماشومانو سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ

له ماشومانو سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د پاکستان په پنجاب او د هند په جمو کې تعلیمې ادارې رخصت شوې

د پاکستان په پنجاب او د هند په جمو کې تعلیمې ادارې رخصت شوې

مې 7, 2025

چين “په نوې زمانه کې د وسلو کنټرول، نه خپرېدل او بې وسلې کول” په نوم سپین کتاب خپور کړ

نوومبر 27, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved