نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د امنیت پر راوستو ټینګار کړی دی. د امریکا، کاناډا، قطر په ګډون د نړۍ شپېتو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې دې د واک څښتنان ژر تر ژره د خلکو امنیت تامین کړي او ټولو هېوادوالو ته دې د ژوند مصونه فضا برابره کړي. سرچینه وایي چې بشري حقونه دې خوندي شي او د هغو خلکو د تګ زمینه دې برابره کړل شي چې غواړي نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي. سرچینه کاږي هغه کسان چې په افغانستان کې واک ته رسېدلي د ټولو افغانانو د ساتنې مسوول دي او تر څنګ یې باید ادارات، هوايي ډګرونه، مرزي بندرونه او نور پرانیستي پرېښودل شي څو خلک په ازاده توګه تګ راتګ ته ادامه ورکړي. نړیوالې ټولنې دغه راز ژمنه کړې چې له افغانستان او افغانانو سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
































