د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې څېړونکې ډلې ویلي چې د هېوادونو له ژمنو سره سره د ځمکې هوا مخ په ګرمېدو ده او په وینا یې اقلیم د وچېدو لوري ته روان دی. ملګري ملتونه وایي د نړۍ صنعتي هېوادونه باید د ګازونو تولید کم کړي، د هوا د پاکوالي او چاپېریال ساتنې په اړه دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. ملګري ملتونه وایي ددې احتمال شته چې نړیوال راتلونکي کلونه د هوا د ګرمېدو او اقلیمي بدلون له امله له سختې وچکالۍ، اورلګېدنې او له منځه تګ سره مخ شي. ملګري ملتونه په دې باور دي چې نړیوال باید سره یو لاس شي، صنعتي هېوادونه دې د مضره ګازونو تولید ودروي، نړیوالې هوکړې دې رامنځ ته شي او نړیواله ټولنه دې پر یوه داسې واحده طرحه هوکړې ته سره ورسېږي چې په پایله کې یې د اقلیمي بدلون د مخنیوي لپاره اغېزناک ګامونه اوچت کړل شي.
































