په هند کې د وروستیو اورښتونو له امله راوتلیو سیلابونو لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه کړي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا سیلابونه په وروستیو څو ورځو کې د هند د جنوبي ولایت په کرالا ایالت کې راوتلي دي. د یاد ایالت چارواکو ویلي چې د دې سلابونو له امله تر اوسه پورې ۲۲ تنه مړه شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپيان شوي دي. راپورونه وایي چې دغو سیلابونو په لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه وړې ده. چارواکو ویلي چې مرستندویه ډلې سیمې ته رسېدلې دي او اوسمهال د لاندې شویو کسانو په لټه بوخت دي.
































