په کوټه کې د پولیسو پر یو لېږدونکي ټرک موټر باندې چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې ۱۸ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. راپورونه وایي چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د کوټې په سریاب سړک باندې د بلوچستان پوهنتون ته څېرمه د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه پولیس وژل شوي او ۱۶ نور سخت ټپیان شوي دي. د کوټې پولیس چارواکو ویلي چې په ټپیانو کې د ډېریو هغو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی. د پېښې پړه تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































