روسیه وایي، هڅه کوي چې د ترویکا پلس لمن نوره هم پراخه کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې دوی هڅه کوي په ترویکا پلس کې هند او ایران هم ورشریک کړي. هغه ویلي چې ده په دې اړه له خپل هندي سیال جی شنکر سره لیدلي دي او په دې تړاو یې ورسره مثبتې خبرې اترې کړې دي. اوسمهال په ترویکا پلس کې روسیه، امریکا، چین او پاکستان برخه لري. ترویکا پلس د روسیې په نوښت جوړ شوی هغه فورم دی چې تر ډېره پر سیمه ییزو مسائلو د خبرو لپاره جوړېږي او غړي هېوادونه یې د سیمې او نړۍ پر مهمو مسائلو بحثونه کوي. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې دا غونډه د افغانستان پر محوریت په پاکستان کې جوړه شوې وه.
































