بايډن پر ایران د لا ډېرو بندیزونو په لټه کې دی. د والسټرېټ ژورنال د راپور له مخې بايډن له خپلو نږدې سلاکارانو سره په سلا مشورو بوخت دی او له دوی سره دې پایلې ته رسېدلی چې که مذاکرات اغېزناک نه وي نو باید اقتصادي بندیزونه شدید کړي. بایډن ښايي داسې بندیزونه وضع کړي چې تر دې دمه بې مخینې وي.
له دې سره هممهاله د امریکا کانګریس وایي چې د ایران پر وړاندې باید هر ګام په پوره دقت پورته کړل شي. د کانګریس غړي وایي که امریکا پر ایران بندیزونه وضع کوي، نو باید په دقت ګام اوچت کړي او باید اغېزناک وي.
دوی همدا راز وایي چې که دا احتمال رامنځ ته شي چې پر ایران دې بندیزونه لرې کړل شي او دغه هېواد نړیوالو قوانینو ته درناوی وشي، نو بیا دې د ایران د څارلو او پلټلو لپاره پر نوو لارو چارو غور وشي.
































