د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون ویلي چې سږکال یې د حکومت لومړیتوب د خلکو د ژوند ښه والی او اقتصادي پراختیا ده. نوموړي دا څرګندونې نن د ۲۰۲۱ میلادي کال د وروستنۍ وینا پر مهال کړې دي. نوموړي زیاته کړې ده چې هېواد یې خپلو تسلیحاتي اهدافو ته په رسېدو دی او ټینګار کوي چې له دې وروسته به یې د حکومت تمرکز د خپلو وګړو د ژوند پر ښه والي او اقتصادي پراختیا وي. د شمالي کوریا رهبر څرګنده کړې ده چې سږکال به د تراکتور جوړولو او د ماشومانو زده کړو ته لومړیتوب ورکړي څو وکولی شي په لنډه موده کې د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه والي ترڅنګ د هغوی اولادونه هم په پرمختللو زده کړو سمبال کړي.
































