فرانسه وایي تمه لري چې وکړی شي د اوکراین پر سر رامنځ ته شوې ناندرۍ ختمې کړي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په مسکو کې له ویلادیمیر پوتین سره کتلي دي. ده ویلي چې د اوکراین مسئله د خبرو له لارې حل کېدلی شي او روسیه هم ددې خبرې ملاتړې ده.
پوتین په دې لیدنه کې له مکرون مننه کړې چې د ستونزې د حل په لټه کې دی. بلخوا د المان لوړپوړو چارواکو هم واشنګټن ته سفر کړی او د بحث موضوع یې هم اوکراین و. بايډن ویلي که روسیه پر اوکراین د برید جرات وکړي نو ددغه هېواد اقتصاد ته به سخته ضربه ورسوي او پر وړاندې به یې بې مخینې اقدامات ترسره کړي.
































