د وروستیو راپورونو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر ۴۴۲۸۲۳۸ ته رسېدلی چې له دې ډلې ۲۹۸۰۸۳ کسان ددغه ویروس له امله مړه شوي دي. امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۳۹۳۴۸ دی او د مړو شمېر پکې ۸۵۱۹۷ ته رسېدلی دی. هسپانیا کې د مثبتو پېښو شمېر ۲۷۱۰۹۵ او د مړو شمېر ۲۷۰۱۴ ته رسېدلی دی. په روسیه کې بیا د مثبتو پېښو شمېر ۲۴۲۲۷۱ ته رسېږي. برېتانیا کې بیا ۳۱۱۰۶ کسه د کرونا له امله مړه شوي، فرانسه کې ۲۷۰۷۴، جرمني کې ۷۸۶۱ او ایران کې ۶۷۸۳ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.
































