د وروستیو راپورونو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۴۸۹۰۸۶۳ کسان په کرونا اخته شوي دي. له دې ډلې ۳۲۰۱۳۰ کسه یې مړه کړي دي. په امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۵۰۲۴۹ ته رسېدلی دی. همدا راز تر دې دمه ۹۱۹۸۱ کسان په امریکا کې د کرونا له امله مړه شوي دي. تر امریکا وروسته په روسیه کې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دغه هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۲۹۰۶۸۷ ته رسېدلی دی. کرونا په برېتانیا کې ۳۴۷۹۶، په ایټالیا کې ۳۲۰۰۷، په هسپانیا کې ۲۷۷۰۹، په فرانسه کې ۲۸۲۳۹ او په ایران کې ۷۰۵۷ کسان مړه کړي دي.
































