عراق په دغه هېواد کې د ترکيې وروستي هوايي او توپچي بريدونه غندلي دي. د عراق د ولسمشرۍ دفتر ويلي، ترکيې د دغه هيواد په کردمېشتو سيمو په بریدونو سره د عراق ملي حاکميت نقض او ملي امنيت ته يې ګواښ پېښ کړی دی. د عراق د ولسمشر له دفتره په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د عراق په کرد مېشتو سيمو کې د ترکيې خپلسري عمليات د منلو وړ نه دي او په وينا يې چې دا مسئله يې په ځلونو له انقرې سره شريکه کړې هم ده. خبرپاڼې زياته کړې، له ترکيې سره رغنده او پر متقابلو ګټو ولاړې اړيکې غواړي خو يو اړخيز اقدامات دغه اړيکې زيانمنولی شي. د خبرپاڼې په پای کې ويل شوي، هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د عراق خاوره د خپلو جګړو او دښمنيو د پاللو لپاره وکاروي. د عراق دا غبرګون تر هغې وروسته دي چې ترکيې پرون د عراق په شمال کې د کردانود کارګر ګوند پر وسله والو د سختو هوايي او توپچي ګوزارونو خبر ورکړ.
































