د اوکراین د مسلح کولو لړۍ روانه ده. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویلي چې دوی او ملګري یې پوره هڅه کوي چې د روسیې پر وړاندې جګړه کې د اوکراین ټولې نظامي اړتیاوې پوره کړي. پنټاګون ویلي، پرېکړه شوې وه چې اوکراین ته ځینې الوتکې ورکړل شي، خو د اوس لپاره دغه هېواد ته د الوتکو پرزې ورکړل شوې دي څو خپلې الوتکې ترمیم او په جګړه کې ترې استفاده وکړي. پنټاګون دغه راز وایي، د ناټو نورو غړو هېوادونو هم ژمنه کړې چې له اوکراین سره به د وسلو او مهماتو مرستې ته ادامه ورکوي او هڅه کوي دغه هېواد کې د روسیې د پرمختګ مخه ډب کړي.
































