د المان لومړی وزیر اولاف شولتس ویلي، چې د ناټو په سازمان کې د فلنډ او سویډن هېوادنو د غړیتوب اخیستلو ملاتړ کوي. نوموړي د سویډن او فلنډ هېوادنو له لومړي وزیرانو سره تر لیدنې وروسته یوې خبرې ناستې ته ویلي، چې که دغه دوه هېوادونه وغواړي د ناټو په سازمان کې شامل شي دوی به یې پوره مرسته او همکاري وکړي. د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرگ له دغه دوه هېوادنو سره ژمنه کړې وه، چې د ناټو په سازمان کې د دوی د غړیتوب غوښتلو په صورت کې به دوی په ډيرې چټکۍ سره کار وکړي او ژر به غړیتوب ورکړل شي.
































