د مۍ د اتمې نېټې په سهار د چين د هانکانګ ځانګړې اداري سیمې د شپږمې دورې د اجرائيه رئيس د ټاکنو رايګيري ترسره شوه. دا د دې سيمې د ټاکنیز نظام له اصلاح وروسته د اجرائيه ریاست لپاره لومړې ټاکنې دي.
په روانو ټاکنو کې ښاغلي لي جيا چاو، چې د هانکانګ د حکومت د اداري چارو رياست د مشر په توګه يې دنده ترسره کړې، د سيمې د نوي اجرائيه رئيس څوکۍ ته نوماند شوی دی.
د هانکانګ د قانون له مخې د دې سيمې اجرائيه رئيس د ټاکنو کمېټې لخوا انتخابیږي او د چین مرکزي حکومت ته معرفي کيږي او د مرکزي حکومت له ټاکلو وروسته به د جولای پر لومړې نېټه په رسمي توګه د لوړي لپاره په مراسیمو کې ګډون وکړي.































