ملګري ملتونه وايي په نږدې وختو کې په اوکراین کې د جګړې د درېدو څرک نشته دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، دوی هڅه کوي د اوکراین جګړه ژر ختمه شي، خو په نږدې وختو کې د ختمېدو کوم څرک نشته. د ګوتریش په وینا ارو مرو به د اوکراین جګړه ختمېږي خو په روان وضعیت کې هېڅ لوری هم د اوربند او یا هم د جګړې د کمېدو لپاره تیار نه دی.
هغه ډاډ ورکړی چې د جګړې د پای لپاره به د ملګرو ملتونو هڅې روانې وي. په ورته وخت کې د اوکراین په ګڼو ښارونو کې د روسیې او اوکراین جګړه شدیده شوې ده او اوکرایني حکومت ادعا کړې چې روسان یې یو ځل بیا له خارکېف په شا کړي دي.
































