اسلام اباد کې د عمران خان د پلویانو لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د عمران خان پلویان اسلام اباد ته د ننه شوي دي او پر پاکستاني پوځيانو او پولیسو یې بریدونه کړي دي.
پاکستاني پولیسو هم د لاریون کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی کړی دی او ویل کېږي چې په لاریونونو کې د ځاني زیانونو تر څنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي. عمران خان وایي چې حاکم حکومت راچپه کوي او تر وخت مخکې د ټاکنو غوښتونکی دی.
تر څنګ یې بیا د پاکستان اوسني حکومت ویلي چې عمران خان غواړي په زور حکومت چپه کړي او په خبره یې دا اقدام یې د ملي ګټو ضد دی او د خپلو کړنو سزا به ویني.
































