د جرمني مخکنۍ لومړۍ وزيرې انګېلا مېرکل د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د خپل حکومت د اړيکو دفاع کړې او ويلي يې دي چې د هغو اړيکو له کبله به کله هم بښنه ونه غواړي. پر مېرکل تور پورې کيږې چې له روسيې سره يې د خپل حکومت پر مهال داسې اړيکې جوړې کړې وې چې سوداګري پکې مهم فکتور و، له همدې کبله که اوس دا اړيکې پرې کيږي نو جرمني ته يې لوی زيان اوړي. مېرکل په خپله تازه مرکه کې ويلي چې اروپا او روسيه ګاونډيان دي او په وينا یې چې يو بل له پامه نه شي غورځولی. مېرکل پر اوکراين د روسيې بريد لويه تېروتنه بللې خو ويلي يې دي چې ټول لوري بايد داسې لارې چارې ومومي چې پر مټ يې د يو بل وجود ومنل شي.
































