د وروستیو راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې ۶۲۶۳۰۷۱ کسان په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۳۷۳۸۵۸ کسه یې تر دې دمه مړه شوي دي. په امریکا کې بیا د مثبتو پېښو شمېر ۱۸۳۷۱۷۰ او د مړو شوو کسانو شمېر بیا ۱۰۶۱۹۵ ته رسېدلی دی. تر امریکا وروسته په برازیل او روسیه کې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په برازیل کې ۵۱۴۸۴۹ او په روسیه کې بیا ۴۰۵۸۴۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د کرونا له امله تر امریکا وروسته ډېر کسان په برېتانیا او ایټالیا کې مړه شوي دي. په برېتانیا کې د مړو شوو شمېر ۳۸۴۸۹ او په ایټالیا کې ۳۳۴۱۵همدا راز په برازیل کې بیا د کرونا له امله د مړو شوو شمېر ۲۹۳۱۴ ته رسېدلی دی.
































