په امریکا کې د لاریونونو پر مهال لسګونه پلورنځي او هټۍ لوټ شوي دي. امریکايي رسنۍ وایي داسې برېښي چې د پلورنځیو لوټول د ورانکاره شبکو منظم پلان دی او خپل کار ته ادامه ورکوي. په رسنیو کې په خپرو شوو ویډيویي انځورونو کې ښودل کېږي چې تورپوستي او مخپټي لاریون کوونکي پر پلورنځيو او هټیو یرغل کوي، دروازې یې ور ماتوي، ګرانبیه توکي یې غلا کوي او ان ځینو ته اور ورته کوي. د امریکا پولیس وایي دوی به هڅه کوي چې دغه ډول کسان مشخص او د قانون منګولو ته وسپاري.
































