د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د خپل هېواد د استخباراتو مشر او دغه راز لویه څارنواله له دندو ګوښه کړي دي. ولادیمیر زیلینسکي د یو ویډیویي پیغام له لارې ویلي چې د استخباراتو مشر ایوان باکانوف او لویه څارنواله ایرینا وینیدیکتوا له دې وروسته د دوی د کابینې غړي نه دي. د اوکرایني رسنیو د راپورونو له مخې، پر دوی تور دی چې د اوکراین د ملی امنیت ضد جرمونه یې ترسره کړي او روسانو ته یې پټ معلومات ورکړي دي، په داسې حال کې چې لویې څارنوالې په جګړه کې د روسي سرتیرو له خوا د جنګي جرمونو د څیړلو مسوولیت هم درلود. له دغو دواړو سره شاوخوا ۶۰ نور عدلی کارکوونکي هم له دندو لرې شوي دي.
































