د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن په رسمي ډول د دموکرات ګوند لخوا د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند شو. جوبایډن د ډونالډ ټرمپ تر ټولو ستر سیال دی، چې وخت ناوخت د دواړو تر منځ لفظي شخې هم رامنځ ته کېږي. بایډن ویلي، نوموړی د دموکرات ګوند تر ټولو با استعداده نوماند دی، چې تر اوسه غوره شوی دی. که څه هم چې څو میاشتې کېږي جو بایډن د امریکا د ولسمشریزو ټانو لپاره د دموکرات ګوند فرضي نوماند و، خو د حزب په د ننه کې د سې شنبې ورځې ټاکنو د نوموړي نوماندي یقیني کړه او ۱۹۹۱ انتخاباتي وکیلانو د بایډن د نوماندۍ ضمانت کړی دی. د ګارډین د راپور له مخې وروستۍ نظر پوښتنې ښیي چې بایډن په ډېری ایالاتونو کې تر ټرمپ مخکې دی.
































