د ایران په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی براین هوک وایي، څو چې ایران د خبرو مېز ته حاضرېږي تر سختو فشارونو لاندې به وي. نوموړي زیاته کړې، امریکا نه یوازې دا چې لګول شوي بندیزونه نه نرموي بلکې تر دې هم سخت بندیزونه پر لاره دي. هوک زیاته کړې، غوره به دا وي چې ایران د دوی ډیپلوماسي ته په ډیپلوماسي ځواب ورکړي ګنې مجبوروي یې چې په خپله پالیسي کې بدلون راولي. هغه ویلي، که ایران لا هم خپلسریو او سرغړونو ته دوام ورکړي نو د دوی تر سختو اقتصادي او نورو بندیزونو لاندې به یې ساه ووځي.











