د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي چې، په امریکا کې د مسلمانانو ټولنه ورسره داسې کلتوري، اقتصادي او ساینسي مرستې کوي چې انکار ترې نه شي کېدای. بایډن دغه څرګندونې د شمالي امریکا د مسلمانانو ټولنې د ۵۹ کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپل یو پیغام کې کړې دي. ولسمشر بایډن په خپل دې پیغام کې هم لیکلي، په دې کې هیڅ شک نه لري چې د امریکا مسلمانه ټولنه به نور پرمختګ وکړي او مثبتې مرستې به وکړي چې ورسره به يې ملتد نور پیاوړی شي. بایډن وايي د اسنا مشران د ډېرو نورو مسلمانو امریکایانو سره چې په ټولو کچو کې د خلکو د خدماتو په برخه کې بوخت دي، مرسته کوي چې د تنوع دلارې د یووالي، پیوستون او پیاوړتیا اصولونه پوره کړي.
































