له اوکراین د روسي ځواکونو د وتلو په دوام تازه د روسیې دفاع وزارت خپلو ځواکونو ته له خارکیف د وتلو امر کړی دی. نړیوالې رسنۍ وایي چې روسیه د اوکراین په ډېرو سیمو کې د ځواکونو او مهماتو له کمښت سره مخ شوې ده له همدې امله یې شاتګ پيل کړی دی. د اوکراین حکومت هم وایي چې ډېر ځایونه یې له روسیې نیولې دي او دمګړی د اوکراین د مهمې اټومي بټۍ شاوخوا د اوکراین او روسي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده. روسیې خپلو ځواکونو ته له خارکیف د وتلو سپارښته کړې ده او تر څنګ یې له نورو ځایونو هم سرتېري ورو ورو په شا کېږي. بلخوا اروپايي هېوادونو یو ځل بیا له روسیې غوښتي چې له اوکراین خپل ځواکونه وباسي او روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
































