د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۴۱۸۸۷۲ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي. همدا راز په ټوله نړۍ کې ۷۴۵۱۵۳۲ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي. په امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر ۲۰۶۶۴۰۱ ته رسېدلی دی. د مړو شوو کسانو شمېره بیا په دغه هېواد کې ۱۱۵۱۳۰ ته رسېدلې ده. په برازیل کې ۷۷۵۱۸۴ کسان په کرونا اخته شوي دي. په برېتانیا کې د مړو شوو کسانو شمېر ۴۱۱۲۸، په ایټالیا کې ۳۴۱۱۴، په برازیل کې، ۳۸۷۷۹، په هسپانیه کې ۲۷۱۳۶ او په فرانسه کې بیا د کرونا له امله د مړو شوو شمېر ۲۹۳۱۹ ته رسېدلی دی.
































