بنګله ديش کې د هندو زيارت کوونکو يوه بېړۍ ډوبه شوې چې له کبله يې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي دي. د بنګله ديش پوليسو ويلي، يادې بېړۍ ۵۰ سپرلۍ درلودې چې پرون بودا ښارګوټي ته نږدې په کاراتويا سيند کې ډوبه شوې ده. راپورونو کې ويل شوي چې د کښتۍ ۱۰ سپرلۍ د اطفائيې د مامورينو او ژغورونکو ډلو له لوري ژغورل شوې، د ۲۴ تنو مړي موندل شوي او د پاتې شپاړسو نورو بيا تر دې مهاله د مړي او ژوندي پته نه ده لګېدلې. بنګله ديشي چارواکي وايي چې د ډوبې شوې بېړۍ سپرلۍ د بودشواري زيارت ته روانې وې. بودشواري زيارت ته هر کال د سپټمبر په ۲۴مه نېټه په زرګونو هندوان ورځي. په دې ورځ بنګله ديش کې د هندوانو لوی جشن درګاپوجا جوړيږي چې آن د نړۍ له ځينو نورو هېوادونو هم خلک پکې برخه اخلي.
































