په اندونیزیا کې د فوټبال لیګ د یوې لوبې پر مهال د نندارچيانو ترمنځ د شخړې له مله شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا پېښه تیره شپه د اندونیزیا ختیځ جاوا ښار کې د فوټبال لیګ د یوې لوبې پرمهال رامنځته شوې ده. د راپورونو له مخې د نندارچیانو ترمنځ دا شخړه وروسته له هغه رامنځته شوې، کله چې د پیریسبايا لوبډلې اريما لوبډلې ته درې پر دوه ګولونو ماتې ورکړه. ځايي پولیسو ویلي چې د لوبې په وروستيو شېبو کې د دواړو لوبډلو د مينه والو ترمنځ تر لفظي شخړو او سوک څپیړو وروسته د چاقوګانو ګوزارونو ته ورسېده. د ختيځ جاوا ښار روغتيايي مسوولینو ویلي چې په دې شخړه کې ۱۲۸ کسان مړه او شاوخوا ۱۸۰ نور ټپيان شوي دي. په ټولنیزو شبکو کې خپرو شویو ویډیوګانو ښودل کیږي چې تر لوبې وروسته نندارچیان د لوبې ډګر ته ښکته شوي او هلته له پولیسو سره هم لاس او ګرېوان شوي دي. تر یادې پېښې وروسته سلګونه پوليس د فوټبال لوبغاړي ته غوښتل شوي وو، څو حالاتو کابو کړي.
































