هندي رسنيو د هغه هېواد د دفاع د وزير له قوله ويلي چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير ځينې سيمې بېرته تر خپلې ولکې لاندې راولي. د هند د دفاع وزير راجنات سينګ ويلي، د ۱۹۹۴ کال د پريکړه ليک پر بنسټ به د کشمير د ګلګيټ او بلتستان ځينې هغه سيمې تر خپلې ولکې لاندې راولي چې دا مهال د پاکستان تر کنټرول لاندې دي. د هند پارلمان د ۱۹۹۴ کال د مارچ په دويمه يو پرېکړه ليک صادر کړ چې پر بنسټ يې بايد اسلام اباد په کشمير کې د هند اشغال کړې سيمې خوشې کړي. اسلام اباد تر دې مهاله د هند د دې دريځ په غبرګون کې څه نه دي ويلي او د هند د دفاع وزير هم نه دي ويلي چې د پاکستان تر اشغال لاندې سيمې به څه ډول تر خپلې ولکې لاندې راولي.
































