روسيي ځواکونو ته امر شوی چې د اوکراین له خېرسون ښاره ووځي. دا یوازینی مهم ښار و چې له تېر فبرورۍ پرې روسيي ځواکونو ولکه ټینګه کړې وه. په اوکراین کې د روسيي پوځيانو قوماندان جنرال سرګي سورو ویکین ویلي، دغه ښار ته د اکمالاتو رسېدل ګران شوي دي. دا پر روسي ځکوانونو یو ګزار بللی شي چې ښکاري د اوکراین له ځوابي بریدونو سره مخ دي. دا اعلان تر هغه وروسته شوی چې روسيي رسنیو راپور ورکړ، چې د خېرسون سیمې مرستیال کیریل استروموسوف د موټر چلولو پر مهال په یوه پېښه کې وژل شوی. هغه چې د روسيې له لوري د خېرسون د نیولو سخت ملاتړی و، شپږ ورځې وړاندې یې خبرداری ورکړی و چې روسي ځواکونه باید د ختیځ لوري ته شاتګ و نه کړي. له شاتګ وړاندې روسيې په زور ولسي خلک له دغه ښاره په کښتیو کې وتلو ته اړ کړي وو. دا ښار د دواړو غاړو لپاره مهم بلل کېږي، خو پوځي کارپوهان وايي ددغه سیمې ساتلو لپاره جګړه درنه بیه هم لري. خېرسون کې له جګړو وړاندې ۳۸۰ زر وګړي مېشت و.
































