د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي، په هغو هېوادونو کې چې د کرونا وبا پکې کمه شوې، ښايي یو ځل بیا دغه ناروغي سر را پورته کړي. د دې ادارې مشر ټیدروس ادانوم ګیبریاسس ویلي، په تېرو دوو اونیو کې هره ورځ په نړۍ کې د کرونا تر یو لکو زیاتې نوې پېښې ثبتیږي او هغه هېوادونه چې د کرونا نوې پېښې پکې کمې شوې دي، باید د کرونا ممکنه بیا خپرېدو ته بیدار و اوسي. نوموړي ویلي، دا مهال د کرونا زیاتره نوې پېښې په امریکا او جنوبي اسیا کې دي.
































