ملګري ملتونه وايي چې د ټرافيکي پېښو له کبله هر کال ۱.۳ ميليونه تنه مري. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوترېش نن په يوه ټويټ کې د ټرافيکي پېښو د مرګ ژوبلې ارقام خپاره کړي او ويلي يې دي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هر کال ۱.۳ ميليونه تنه د ټرافيکي پېښو له کبله مري او د ۵۰ ميليونو په شاوخوا کې نور بيا ټپيان کيږي. ګوترېش وايي چې د سړکونو په جوړولو کې د خونديتابه معيارونو په لوړولو سره د ميليونونو انسانانو د تر وخت مخکې مړينې مخنيوی کيدای شي.
































