د لېتوانیا، پولنډ او بلجیم دفاع وزیرانو د روسیې پر وړاندې جګړه کې له اوکراین څخه د ملاتړ لپاره پرون له کیف څخه لیدنه کړې ده. دا درې واړه هېوادونه د اروپایي ټولنې او د ناټو غړي دي. دغو وزیرانو د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زلینسکي سره په غونډه کې له اوکراین سره د اروپایي ټولنې د مالي مرستو پردوام او له دې هېواد سره د بنسټیزو تاسیساتو په رغونه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ. په دې غونډه کې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو پر هوکړې هم خبرې شوې دي.
































