د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي چې د اوکراین د برېښنا په شبکې بریدونه به دوام ولري او د دا ډول بریدونو د پیل ملامتي یې په اوکراین واچوله. پوتین پرون په کرملین کې په یوې نمانځغونډې کې چې نظامي افسرانو ته پکې مډالونه ورکول کېدل، په اوکراین ملامتي واچوله چې په ملکي زیربناوو بریدونه یې پیل کړي. پوتین په هغه پله برید ته اشاره وکړله چې د کریمیا ټاپو د روسیې سره نښلوي. د روسیې ولسمشر داسې مهال د دې بریدونو د دوام خبر کوي چې د مخکنیو بریدونو له کبله په اوکراین کې میلونونه کسان برېښنا نه لري او د ژمې دا سړې شپې په تیارو او یخنۍ کې تیروي.
































