د جرمني لومړي وزير اولېف شولټز ويلي چې که روسيه په اوکراين کې روانه کړې جګړه ودروي نو هېواد به يې بيا سوداګريز تعاملات ورسره پيل کړي. شولټز ويلي چې روسيه به د اوکراين تر جګړې وروسته هم د اروپا لوی هېواد وي، خو تر هغه چې په اوکراين کې جګړه روانه وي، نه جرمني او نه هم نور اروپايي هېوادونه له دغه هېواد سره د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو ساتلو ته لېواله دي. د شولټز په خبره چې پوتين د روسي امپراطورۍ بيا احيا کېدل غوښتل خو په اوکراين کې يې د جګړې پايله په بشپړ ډول معکوسه شوه او دغه هېواد يې له تباهۍ سره مخ کړ.
































