سره له دې چې د اوکراین په ختیځ کې د روسي او اوکرایني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده خو دواړو هېوادونو پرون ۵۰ سرتیري چې د جګړې پر مهال نیول شوي و، تبادله کړي دي. مسکو او کیف د سرتېرو دا تباله ستایلې ده. د روسیې دفاع وزارت ویلي چې ۵۰ تبادله شوي جنګي اسیران به مسکو ته د درملنې او په رواني توګه بېرته خپل حالت ته د راستنېدو لپاره واستول شي. د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا ۵۰ تنه روسي سرتیري د اوکراین سره د خبرو اترو په نتیجه کې خوشې شوي. وزارت ویلي چې د قید پر مهال روسي سرتیري د جدي خطر سره مخ و خو نور جزیات یې نه دي ورکړي. په اوکراین کې هم چارواکو د سرتېرو تبادله تایید کړې او ویلي یې دې چې په دې معامله کې د هغوی ۵۰ سرتیري هم د روسیې لخوا خوشې شوي دي.
































