چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home اقتصاد

چین او افغانستان د کرونا پر ضد ګډه مبارزه کوي او د یوه کمربند او یوې لارې په اړه نړیواله همکاري پیاوړې کوي

لیکنه: په افغانستان کې د چین لوی سفیر؛ وانګ یو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 24, 2020
in اقتصاد, ليکنې او تحلیلونه
0
چین او افغانستان د کرونا پر ضد ګډه مبارزه کوي او د یوه کمربند او یوې لارې په اړه نړیواله همکاري پیاوړې کوي
887
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د کووید-۱۹ وبا لاهم په ګرده نړۍ کې د خپرېدو په حال ده او د بیلابیلو هیوادونو پر وړاندې سخته ننګونه او پر نړيوال اقتصاد يې بد سيوری غوړولی دی. څو ورځې مخکې په بېجینګ کې د یو کمربند او یوې لارې د نړیوالې همکارۍ لوړپوړی ويډيويي کنفرانس ترسره شو. د چین د دولتي شورا غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدیر ډاکتر تدروس ادهانوم او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د نړیوال پرمختګ د پلان مشر اچیم ستینر په دغې ويډيويي غونډې کې د ۲۵ هیوادونو له وزیرانو سره د وبا ضد د ګډې مبارزې، د اقتصاد او ټولنې د بیا عادي کېدو او د بشر د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو په اړه بحثونه وکړل.

د چین د دولت رئیس شي جین پینګ یادې غونډې ته په یوه کتبي پیغام کې وویل، چې متقابل تګ راتګ او پیوستون، ورخلاصون او تحمل د نړیوال بحران ضد مبارزې او دایمي پرمختګ لپاره اړینه لار ده او په دې برخه کې د یو کمربند او یوې لارې نړیواله همکاري مهم رول لوبولی شي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی

چین همیشه پر سوله ییز پرمختګ او ګډو ګټو ټینګار کوي. موږ غواړو له اړوندو همکارانو سره یو ځای ((یو کمربند او یوه لار))،  د ننګونو پر مخ د همکارۍ لارې، د خلکو د روغتیا د ساتلو لپاره خوندي لارې، د اقتصادي ټولنې د هڅولو لپاره د بیا سمسورې لارې او د انکشافي قوت د پیاوړتیا لپاره د پرمختګ لارې ته بدله کړو. موږ د یو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ له لارې د بشر د ګډ برخلیک ټولنه پرمخ بیايو.

د رئیس شي جين پينګ په دغه پیغام کې رښتیني واقعیتونه څرګند شوي، د خلکو روغتیا او نیکمرغي، اقتصادي بیا سمسورتیا او راتلونکی دایمي پرمختګ په نظر کې نیول شوي، د وبا پر وړاندې روانې مبارزې کې د یو کمربند او یوې لارې د باکیفیته ابادۍ په اړه د اړوندو خواوو ټینګه اراده ښودل شوې، د همکارۍ او روغتیا لاره پراخه شوې، د وبا پرضد د بیلابیلو هیوادونو د مبارزې د همکاریو لوری روښانه شوی او د بشر د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ نقشه کښل شوې ده.

چین او افغانستان د وریښمو لرغونې لارې په اوږدو کې پراته هيوادونه دي او زر کلنه دوستي لري. په نوې زمانه کې دواړه خواوې همیشه د سوله ییزې همکارۍ، ورخلاصون، تحمل، متقابلې زده کړې او ګډو ګټو پربنسټ د وریښمو لارې له رویې سره سم ګډ پرمختګ لټوي او له ننګونو سره ګډه مبارزه کوي او د یو کمربند او یوې لارې د ابادۍ په بهیر کې دوستي نوره هم پیاوړې کوي او په ګډه د بشر د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ نوې بڼه جوړوي.

چین او افغانستان په واقعي همکاریو سره مرستندويه لار جوړوي. دواړه هیوادونه د یو کمربند او یوې لارې په چوکاټ کې تجارتي، اقتصادي او کلتوري همکارۍ پیاوړې کوي، څو دواړه خواوې ترې ګټې پورته کړي. د چین او افغانستان ترمنځ د مال وړونکو اورګاډو د مستقیم تګ راتګ په رڼا کې د افغانستان د جلغوزيو سوداګران او بزګران ګټې ترلاسه کوي او چیني مشتریان له جلغوزو ښه خوند اخلي. اوس د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاری د ژوریدو په حال کې دي او د همکاریو یو لړ پروژې يې د پرمخبیولو په درشل کې دي او خلکو ته به دوامداره واقعي ګټې او نیکمرغي ورسوي.

دواړه هیوادونه د کوويډـ۱۹ وبا پر وړاندې ګډه مبازره کوي او د روغتیا لار ساتي. ویروس سرحدات نه پېژني او پر وړاندې يې وحدت او همکاري ساتل د بریا مهمه وسله ده. چین او افغانستان د روانې وبا پر وړاندې یو له بل څخه ټینګ ملاتړ کوي او د نړۍ لپاره يې د همکاریو یوه ښه بېلګه جوړه کړې ده. د کوويډـ۱۹ وبا د پیښیدو په لومړيو وختونو کې د افغانستان مشر د چین مشر ته پیغام واستاوه  او د زړه له کومې يې د چين له حکومت او خلکو سره همدردي وښوده او د حکومت له چارو يې ملاتړ وکړ. کله چې د يادې وبا څپه پر افغانستان راغله، نو چین په وار سره درې ځله څه دپاسه لس ټنه مرستندویه مواد ور وليږل او له افغان ډاکترانو او کارپوهانو سره یې دوه ځله ویډیویي مجلسونه ترسره کړل او د چین اړوندې تجربې یې ورسره شریکې کړې. چین به د بشر د روغتیا د ګډ برخلیک ټولنې له رویې سره سم له افغانستان سره همکارۍ پیاوړې کړي او په مداومه توګه به افغانستان ته تر وسې پورې مرستې برابرې کړي.

دواړه هېوادونه په ټینګې ارادې سره د بیا سمسورتیا لار جوړوي. چين د دوو میاشتو له پر له پسې هلو ځلو وروسته د هغو هيوادونو په ليکه کې راغی، چې په ابتدایي توګه یې ياده وبا تر کنترول لاندې نیولې او د ژوند او تولید نظام د عادي کولو ګامونه يې چټک کړي دي. پر دې بنسټ چین خپله تولیدي لړۍ او د برابرۍ لړۍ ارامه ساتلې او ورخلاصون یې پراخ کړی او نړۍ ته اطمینان او قوت ورکوي. څو ورځې مخکې افغان ولسمشر اشراف غني ما ته وویل، چې افغان حکومت د کووید-۱۹وبا د مخنیوي او اقتصاد هڅولو لپاره یو لړ تدبیرونه نیولي دي او هيله يې وښودله، چې له چین سره په دغو برخو کې د نظر تبادله او همکارۍ پیاوړې کړي. چین غواړي له افغانستان سره خپلې تجربې شریکې کړي او مرستې ورسره وکړي، ترڅو پر افغان ټولنې او اقتصاد د وبا اغیزې کمې شي او د ژوند او تولید نظام يې ډېر ژر بیا عادي شي.

دواړو هېوادونو راتلونکی په نظر کې نيولی او انکشافي لار يې پرانيستلې ده. افغانستان ځانګړی جغرافياوي موقعیت او شتمنې سرچینې لري، نو د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ په برخه کې ستر قوت لري. چین په نړۍ کې ترټولو لوی پرمختیایي هیواد دی او د اقتصادي پرمختګ ځانګړې تجربې لري. چین او افغانستان دواړه خپل امتیازونه لري او یو له بل سره مرستې کولی شي، نو د یو کمربند او یوې لارې ګډه ابادي نه یوازې افغانستان لپاره نوی انکشافي فرصت برابروي، بلکې د چین د اصلاحاتو او ورخلاصون لپاره هم نوی میدان پرانیزي او لنډه دا چې د دواړو هېوادونو همکارۍ روښانه اینده لري.

 اوس د افغانستان سوله او مصالحه یوې کلیدي مرحلې ته داخل شوي او افغانان د ۴۰ کلونو جګړې د ختمیدو له یوه ښه فرصت سره مخامخ دي. چین غواړي له افغانستان سره د کړیو همکاریو پر بنسټ د شریکې او ګډې مشورې او ابادۍ له اصولو سره سم په مداومه توګه د پرمختګ نوی فرصت پیدا کړي، د پرمختګ ډګر ورسره پراخ کړي او د ستراتیژیکې همکارۍ دوستانه اړیکې او په بیلابیلو برخو کې ورسره واقعي همکارۍ ژورې کړي، ترڅو د یو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ له لارې د بشر د ګډ برخلیک ټولنې ابادي پرمخ بوځي.

Previous Post

امریکا کې د وسله والو بریدونو پر مهال ۲۱ کسان وژل شوي

Next Post

امریکا: طالبانو، حقاني شبکې او داعش خپل بریدونه ډېر کړي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی
افغانستان

ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی
افغانستان

بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
له «د جلغوزو هوايي دهلېز» څخه تر ګډ پرمختګ پورې: د چين او افغانستان د اقتصادي همکارۍ د خلکو د ژوند کيسه
اقتصاد

له «د جلغوزو هوايي دهلېز» څخه تر ګډ پرمختګ پورې: د چين او افغانستان د اقتصادي همکارۍ د خلکو د ژوند کيسه

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
لغمان کې د وریجو د پروسس فابریکې جوړولو چارې پیل شوې
اقتصاد

لغمان کې د وریجو د پروسس فابریکې جوړولو چارې پیل شوې

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
Next Post
امریکا: طالبانو، حقاني شبکې او داعش خپل بریدونه ډېر کړي دي

امریکا: طالبانو، حقاني شبکې او داعش خپل بریدونه ډېر کړي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هسپانیې؛ خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې ایران ته له سفر کولو ډډه وکړي

هسپانیې؛ خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې ایران ته له سفر کولو ډډه وکړي

جنوري 15, 2026
ډونالډ ټرمپ: د روان کال تر پایه به د کرونا واکسین جوړ کړی شو

ډونالډ ټرمپ: د روان کال تر پایه به د کرونا واکسین جوړ کړی شو

مې 4, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved