د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې د خپل پوځ په مرسته یې پرون په سوډان کې د امریکا له سفارت څخه خپل ټول کارکوونکي اېستلي دي. نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې په سوډان کې روانې نښتې د سلګونه ملکي کسانو د مرګ ژوبلې سبب شوې او باید روانه جګړه ودرول شي. د معلوماتو له مخې له سوډان څخه د بهرنیو وګړو د ایستلو پروسه د سره سمندرګي له لارې پیل شوې ده. د رسنیو د راپورونو پر بنسټ اوس مهال هم په سوډان کې سخته جکړه روانه ده او دغه راز د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش پر ټویټر لیکلي، چې په سوډان کې د بشري فعالیتونو ترسره کول سخت شوي دي او ډيری د بشري فعالیتونو اړوند ځایونو باندې بریدونه شوي او یا هم چور شوي دي.
































