د سعودي عربستان د شلو چارواکو چې ویل کېږي د خبریال جمال خاشقجي په وژلو کې يې لاس درلود، محاکمه په ترکیه کې پیل شوه. خاشقجي د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له سختو منتقدینو څخه و چې د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې ووژل شو. د استانبول څارنوالۍ د سعودي عربستان د استخباراتي ادارې پخوانی رییس احمد العسیري او د سلطنتي محکمې یو پخوانی سلاکار سعود القحطاني د دې قتل په پلانولو تورن کړي دي. د څارنوالي په وینا د خاشقجي په وژلو کې ۱۸ نورو کسانو هم لاس درلود. خاشقجي وروستی ځل هغه مهال ولیدل شو چې په استانبول کې د اسنادو لپاره د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته ننوتی و. ترکي چارواکي وايي، د ده مړی ټوټه شوی او له ودانۍ دباندې وړل شوی و خو پاتې شوني يې هېڅ ځای ونه موندل شول.
































