پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله په یوه خبري کنفرانس کې ادعا کړې، چې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې وروستي له تاوتریخوالي ډک لاریونونه د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند له خوا پلان شوي وو. رانا ثناءالله د عمران خان ملاتړي ترهګر بللي او زياته کړې يې ده چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند پلویانو د وسایلو سوځولو لپاره روزل شوي وو. بلخوا په پاکستان کې د وروستیو لاریونونو په ترڅ کې ۲۲ دولتي ودانیو، دفترونو او موټرو ته زیان رسېدلی دی.
































