د امریکا د ورجینیا ایالت په مرکز رچمونډ ښار کې یو نولس کلن شخص د موټرو په تمځای کې د خلکو پر یوې ډلې ډزې کړې او له کبله یې دوه کسان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي. پولیس وایي ډزې هغه وخت وشوې چې د لیسې زده کوونکي د خپلو کورنیو سره یو ځای د فراغت د مراسمو څخه راووتل.د رچمونډ ښار د پولیسو مشر ویلي چې د برید په تړاو یې ۱۹ کلن هلک نیولی.تر اوسه نده معلومه چې دې نولس کلن هلک ولې په خلکو ډزې کړې، خو پولیسو ویلي، چې په دې تړاو یې څېړنې پیل کړي دي.
































